IQNA

قرآنی شخصیّتونه/13

ایکنا-(تهران) هغه سخت امتحانونه چې  حضرت ابراهیم(ع) ته مخصوص وو

10:15 - October 28, 2022
د خبر لمبر: 3486373
ایکنا-(تهران)د خدای تعالی سنت دادی چې خپل بندګان وآزموئي،دغه آزموینې کله سختې او کله هم خاص وي. هغه هم دخپلو خاصو بندګانو لپاره.هغه امتحانونه چې  خداوندمتعال د حضرت ابراهیم نبی(ع) لپاره په نظر کې نیولي وو، یوازې هغه ئې د زغملو توان درلود.

حضرت ابراهیم علیه السلام د حضرت نوح علیه السلام یو لمسی دی او دهغه ولادت د روایتونو په اساس،د حضرت آدم(ع) له پنځیدا درې زره  کاله وروسته یا دحضرت نوح (ع) څخه وروسته  ۱۲۶۳کاله وروسته ثبت شوی دی.

د حضرت ابراهیم علیه السلام د زیږیدا د ځاي په باب ځینو مورخین په دې انددي چې هغه بزرګوار په دمشق کې او د؛برزه په نامې سره په یوه کلي کې زیږیدلی دی. یو شمیرکسان هم د بابل سیمه چې  په عراق کې یوه سیمه ده ، د هغه بزرګوار ولادت ځاي ګڼي.

حضرت ابراهیم د ؛نمرود؛ دحکومت په پړاؤ کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. نمرود د هغو ستور پيژاندو  په اساس چې وئيلی وو ،دنیا ته یو نوزیږی راځي چې دهغه حکومت به له مینځه یوسي،فرمان صادر کړهغه نوزیږي  هلکان چې دنیا ته راځي،ټول ووژنئ. په همدې خاطر د ابراهیم مور کله چې حامله وه ،صحرا ته لاړه او  ابراهیم ئې په پټې وزیږوۀ.

د ابراهیم د پلار د نامې په باب د نظر اختلاف شته دی . په تاریخي سرچینو کې د هغه دپلار نامه  ؛تارُخ یا تارَح یاد شوې ده . د عتیق ابن نام په عهد کې ؛ترَح ضبط شوې ده . په قرآن کریم کې  په دې باب راغلی دي ؛ «وَ إِذْ قالَ إِبْراهِیمُ لِأَبِیهِ آزَرَ: کله چې ابراهیم خپل پلار اَزَر ته ووئيل(د انعام سورې -۷۴آیت)   

ددغه آیت په اساس ځينو مفسرانو؛اَزر؛د حضرت ابراهیم پلار بللی دی خوځیني نور ئې د پلار په نامې ګڼي او باؤري دي آزر د ابراهیم سرپرست دی.

په قرآن کریم کې  ۶۹ځله ابراهیم یاد شوی  اوسوره ئې هم په همدې نامې سره نومول شوې ده. په قرآن کریم کې د حضرت ابراهیم له نیوت او توحید ته دهغه د بلنې خبره شوې ده.په عین حال کې دحضرت ابراهیم(ع)مقام،یو ځانګړی مقام دی،حضرت ابراهیم  له څو امتحانونو وروسته د امامت مقام ته ورسید،یو داسې لوړ مقام چې  مخکیني یوه پیغمبر هم دا مخینه نه ده درلودلې.

همداراز حضرت ابراهیم(ع)  د توحید په دفاع او له شرک اوبت پرستۍ سره په مبارزې کې بیلګه معرفي شوی دی،د اورسړیدا او دڅلورو مرغانو ژوندي کیدل د حضرت ابراهیم (ع)معجزې دي.

حضرت ابراهیم دخپل زوی په مرستې سره د کعبې د بیارغونې مامور شو.دځينو روایتونو په اساس،کعبه لومړني ځل دحضرت آدم(ع)په وسیله جوړه شوه او ابراهیم بیا هغه ورغوله.

دحضرت ابراهیم علیه السلام یو الهی امتحان د هغه دخپل زوي په قرباني کولو دهغه مامور کیدل وو.دغه ماموریت حضرت ابراهیم ته په خوب کې ورکړل شو او ابراهیم  هم ومانه. که څه هم حضرت ابراهیم خپل زوی دقربانۍ ځاي ته بوتلو،خو خداوندمتعال له دې مخکې ابراهیم خپل زوی قرباني کړي،دهغه قرباني ومنله او د ابراهیم لپاره یو پسه ولیږدول شو څو دخپل زوي په ځاي ئې قرباني کړي.

دهغه څه په اساس چې په قرآن  کریم او په نورو دیني کتابونو کې ذکر شوي، حضرت ابراهیم له ځانه  وروستهد یو شمیر پیغمبرانو نیکه دی.دهغه زوی اسحاق د بنی اسرائيلو د پیغمبرانو نیکه دی؛د یعقوب،یوسف،داؤد،سلیمان،ایوب،موسی او هارون په شان دپیغمبرانو.

 دحضرت ابراهیم علیه السلام عمر هم له یوسل پنځه اویا کلونو څخه تر دوه سوه کلونوپورې لیکل شوی دی.هغه بزرګوار په فلسطین کې واقع د ؛حبرون؛ په نامې سره پخپلې کرهڼيزې مځکې کې خاورو ته سپارل شوی چې نن سبا الخلیل ښار بلل کیږي.

captcha